د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو دشننې مرکز، د پخوانیو روزنیز پروګرامونو لړۍ په دوام، دا ځل د لویدیځ او سویل لویدیځ صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو لپاره د شکمنو معاملو رپوټونه د ثبت او رپوټ ورکولو بهیر په بریښنایي بڼه څنګه رپوټ سی؟، وړاندی کړل. دا پروګرام د 10/07/1403 نیټې څخه پېل او تر 22/07/1403 نیټی پورې دوام وکړ، چې موخه یی دپېسو وینځلو او د بغاوتگر ډلو د تمویل سره مبارزه، د پیسو وینځلو سره د مبارزې رژیم موثریت، دقت او د قانون رعایتولو او تطبیق ښه کول دي.
په دې جریان کې په لویدیځ او سویل لویدیځ زونونو کې، دصرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د 317 مرکزي دفترونو او څانګو کارکوونکو لپاره د شکمنو معاملو د ثبت او رپوټ ورکولو څرنګوالی په اړه ښوونیز او عملي پروګرامونه وړاندې شول.